چهار شنبه / د کب ۱۵ مه د رسنیو د راپورونو پر اساس، ملګرو ملتونو کې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) ويلي، چې جاپان د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو له صندق سره ۶۰۰ زره امريکايي ډالره نوې مرسته وکړه.

د اوچا دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د جاپان هېواد د مخکنيو دوامدارو مرستو یوه برخه ده.

یادې ادارې د جاپان هېواد د دغې مرستې څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې یاده مرسته به په افغانستان کې بشري برخه کې په مصرف ورسېږي.

څه موده وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د جاپان له لوري د ۱۳.۵ میلیونه ډالرو مرستې هرکلی کړی ؤ.په تېرو درېیو کلونو کې د چاپان هېواد له لوري افغانستان سره نږدې ۷۳ میلیونه امریکایي ډالره مرسته شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version