د هېواد دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سردار محمد داود خان په روغتون کې د هغو څلورو ماشومانو جراحي عملیات، چې د زېږېدنې او له هغه وروسته د سوءشکل له ستونزو سره مخ وو، په بریالیتوب ترسره شوي دي.
د ياد وزارت خبرپاڼه زياتوي چې دغه ماشومان مخکې د یوه بنسټ له لوري د درملنې لپاره المان ته استول شوي وو؛ خو د هغوی درملنې پایلې ناکامې شوې وې چې اوس یې په سردار داوودخان روغتون کې د تېرو دوو اونیو په لړ کې د هډوکو پیوند (Bone Graft)، د هډوکو تثبیت (Fixation) او پلاستیکي جراحۍ عملیاتونه، د اورتوپیډي او ټراماتولوژۍ د جراحي متخصصینو او د یوه هندي متخصص په همکارۍ په بریالیتوب ترسره شول.