د جماعت الاحرار په نوم د پاکستاني طالبانو یوې څانګې، د پاکستان په لاهور او کراچۍ ښارونو کې د «پياېساېل» راتلونکو سیالیو پر وړاندې ګواښ خپور کړی دی.
د دوی له خوا په خپور شوي بیان کې په ځانګړي ډول بهرنیو لوبغاړو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د خطرناک امنیتي وضعیت له امله او د هر ډول خطر څخه د مخنیوي لپاره له ټورنمنټ څخه ووځي.
جماعت الاحرار د پاکستاني رژیم مخالفه ډله ده، چې په تېرو وختونو کې یې هم د دغه رژیم پر اهدافو خونړي بریدونه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستاني رژیم د کورنیو چارو وزیر تېره ورځ وویل، چې د ناسم امنیتي وضعیت له امله به د راتلونکي پړاو پاکستان سوپر لیګ لوبې د نندراهچیانو له ګډون پرته ترسره شي.
#هندوکشغږ
