د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري ویلي، چې یاد بانک تېر کال د برښنایي او اسلامي بانکوالۍ برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.
هغه ویلي، دغه موده کې یې له بازار څخه زاړه او له چلښت لوېدلي بانکنوټونه هم راټول او د هغو پر ځای نوي بانکنوټونه وېشلي دي.
نوري دا هم ویلي، چې د افغانستان بانک د متوازن او ګټورو پولي سیاستونو له لارې تېر کال د امریکايي ډالر په وړاندې د افغانیو ارزښت هم نږدې ۱۰ سلنه لوړ شوی دی.
#هندوکشغږ
