د جمهوريت پر مهال د چارو ادارې رئيس، فضل فضلي په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې پاکستان په بلوچستان کې د جمهوريت له اربکيانو او نظاميانو څخه د لشکر تر عنوان لاندې ملېشې جوړوي.
فضلي په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي او يواځې اندېښنه یې څرګنده کړې ده.
تر دې وړاندې هندوکش غږ هم، د کره شواهدو او معلوماتو پر اساس موندلي و چې پاکستاني استخبارات ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه بلوچستان کې د جمهوريت نظاميانو ته مرکزونه جوړ کړي او افغانستان کې د وسله والو فعالیتونو لپاره ترې ګټه پورته کوي.
د بلوچستان ځايي اوسېدونکو څو څو ځلې، د يادو نظاميانو پر خلاف لاريونونه کړي او اندېښنه یې څرګنده کړې، چې دوی هلته په غلاوو او نورو ورانکارو فعاليتونو کې لاس لري.


