د راپورونو له مخې، په جنوبي سوډان کې د ملګرو ملتونو اړوند یوه الوتکه هدف ګرځېدلې، چې د یوه جنرال په ګډون لږ تر لږه ۲۸ سرتېري په کې وژل شوي دي.

راپورونه وایي، یادې الوتکې د جنوبي سوډان له ناصر ښار څخه محاصره شوي سرتېري وېستل.

د جنوبي سوډان اطلاعاتو رئیس “مایکل ماکوي لویت” خبر ورکړی، چې د وژل شویو سرتېرو کره شمېر لا نه دی تائید شوی او د هلیکوپتر عمله هم په برید کې وژل شوې ده.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هایسوم، دغه برید وحشیانه بللی او ویلي یې دي، چې دا ښایي د نړیوالو قوانینو له مخې جنګي جرم وبلل شي. هغه د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي کړې او د بې پرې څېړنو غوښتنه یې کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version