له جنوبي وزیرستان څخه د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې، چې پاکستاني طالبانو د پاکستان پوځي رژیم د عسکرو پر دوه موټریز کاروان برید کړی، چې په ترڅ کې یې اووه عسکر هلاک او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له‌مخې، برید نن سهار د جنوبي وزیرستان په «سراروغه» سیمه کې شوی، چې پر مهال یې دواړه موټرونه هم زیانمن شوي دي.

د پاکستان پوځي رژیم تر دې مهاله په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د یادونې ده، چې پاکستاني طالبانو همدا نن د پاکستان پوځي رژیم پر عسکرو د یوه بل خونړي برید ویډیو خپره کړې؛ هغه برید چې په ترڅ کې یې د یاد رژیم ۲۷ عسکر هلاک او ټپیان شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version