د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې شوې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، دې غونډې ته ۳۵ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له ډلې یې ۲۲ پروژې منظورې شوې.

په منظور شویو پروژو کې استنادي دیوالونه، کانالونه، په یو شمېر ولایتونو کې د ولسوالیو ترمنځ غځېدلي سړکونه، د میدان وردګ ولایت د لوړو زده کړو موسسې د لیلیې ودانۍ او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او وېش پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.

د یادونې ده، چې منظور شوې پروژې د افغان حکومت له لوري تمویلېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version