د افغانستان برښنا شرکت عمومي رئیس د متحده عربي اماراتو ابوظبۍ ښار کې د جیاسیو شرکت له عمومي رئیس سره کتلي.
د افغانستان برښنا شرکت خبر ورکړی، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د برښنا د تولید، لېږد او د پنځه زره مېګاواټه برښنا تولید د پروژې عملي کار د پیل په اړه هر اړخیزې خبرې کړي.
خبر کې راغلي، د دې کتنې پرمهال د جياېسیو شرکت مسؤلینو ډاډ ورکړی، چې د برښنا لېږد لینونو او سبسټېشنونو د جوړولو په ګډون په بېلابېلو برخو کې به پانګونه وکړي.
د یادونې ده، چې جياېسیو شرکت تازه د افغانسان برښنا سکټور برخه کې پانګونه پیل کړې او ښایي د ۵ زره مېګاواټه برښنا تولید د پروژې عملي کار د یاد شرکت او غضنفر ګروپ له لوري په ګډه پيل شي.