د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې راپور ورکړی، چې د روسیې ختیځ د کامچاتکا سیمه نن (شنبه) سهار د رېښتر په کچه ۷.۴ درجه زلزلې ولړزاوه.
روېټرز خبري اژانس د یادې ادارې په حواله ویلي، چې د دغې زلزلې مرکز د روسیې په ختیځ کې د ځمکې په ۳۹.۵ کیلومټره ژورو کې و.
د دې زلزلې له امله د اوښتو زیانونو او مرګژوبلې په اړه څه نهدي ویل شوي.
د یادونې ده، چې د روان میلادي کال په لومړیو کې هم د روسیې کامچاتکا او کوریل ټاپوګانو په شاوخوا سیمو کې سختې زلزلې وشوې، چې له امله یې په دغو سیمو کې بېړنی حالت رامنځته شوی و.