د حافظ ګل بهادر ډلې سرتېري(استشهادي) کنډک “جیش فرسان محمد” د يوې اعلاميې له لارې خبر ورکړی، چې بنو کې د پوځ او پولیسو پر مرکز ترسره شوی سرتېری بريد د ۱۶ سرتېرو د ژوند په له لاسه ورکولو سره پای ته رسېدلی دی.

د اعلاميې له مخې، په دغه بريد کې ۱۸ کومانډويان، ۱۲ د آی‌ایس‌آی(ISI) کارمندان، ۷ د ام‌ای(MI) کارمندان او په ټوليز ډول د پاکستاني حکومت د بېلابېلو امنيتي ادارو ۴۸ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي.

ګل بهادر ډلې دغه راز په اعلامیه کې له هغو کورنيو سره هم غمشريکي کړې، چې د موټربمونو له کبله زيان ور اوښتی، ټپيان شوي او يا یې هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version