اسپوتنیک خبري اژانس د حزب الله غورځنګ د اعلامیې پر بنسټ راپور ورکړی، چې ځواکونو یې تېره شپه، د بې‌پیلوټه الوتکو د یوې لویې ډلې په کارولو سره، د “نمرالجمال” په نویو جوړو شویو سنګرونو کې د اسرائیلي پوځ د سرتېرو پر یوه مرکز برید کړی او هدف یې په دقیق ډول ويشتلی.

حزب الله په ياد بريد کې اسرائیلي ځواکونو ته د پراخو تلفاتو اړولو ادعا کړې ده.

تر دې مخکې هم، حزب‌الله د اسرائیل پر پوځ د شپږو جنګي عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکړی و، چې له ډلې یې یو هم د ‘قنطارا’ کلي په فضا کې د اسرائیل د یوې ‘هرمس ۹۰۰’ ډوله بې‌پیلوټه الوتکې راغورځول وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version