د لبنان حزب الله نشراتي ادرس ويلي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې پر اسرائیل ۲۴ بریدونه کړي، چې پکې اسرائیلي عسکر، سرحدي پوستې، ميرکافا ټانګونه، بلډوزرونه او د قومندې مرکزونه په نښه شوي دي.
په ورته مهال د یادې ډلې سیاسي شورا غړي محمود قماطي خبرداری ورکړی، چې د دښمن هر تېري ته به کلک ځواب ورکول کيږي او تر هغه چې د لبنان امنیت خوندي نه شي، اسرائیل به هم امن ونه ویني.
نوموړي زیاته کړې، چې اسرائیل د “لوی اسرائیل” پروژې له لارې د لبنان او سوریې پر خاوره، اوبو او فضا د کنټرول ترلاسه کولو اراده لري، خو دوی به هېڅکله د دې پلانونو پلي کولو اجازه ورنکړي.
بلخوا، د حزب الله پارلماني استازي علي فياض پر حکومت تور پورې کړی چې اسرائیل تسلیم شوی او ولس پرې باور نه لري.
