د لبنان حزب الله ډلې ويلي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې پر اسرائيل ۶۵ بریدونه کړي، چې پکې سرحدي پوستې، پوځي اډې، شوبلې، د قومندې مرکزونه او نور نظامي وسایط په نښه شوي دي.

ورته مهال، د لبنان په پارلمان کې د حزب الله غړي محمد رعد او نظامي مسؤل نواف الموسوي په واشنګټن کې د لبنان حکومت او اسرائيل ترمنځ مستقیم مذاکرات غندلي او د لبنان ملي حاکمیت خلاف یې بللي دي.

دوی خبرداری ورکړی چې د اسرائیل اصلي موخه په لبنان کې کورنۍ جګړې ته لمن وهل دي، خو حزب الله کورنیو نښتو ته لېوالتیا نه لري او د جګړې پای ته رسولو لپاره خپل شرطونه لري.

همداراز د دغې ډلې سیاسي شورا مرستیال محمود قماطي ویلي چې دوی اوربند ته چمتو دي، خو د ۲۰۲۴ کال د هوکړې ترخې تجربې تکرار ته به اجازه ورنکړي. نوموړي همداراز له خلکو غوښتي چې د اسرائیل غدر او فریب ته په کتو، د هېواد سویل لوري ته له تګ څخه ډډه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version