انادولو اژانس راپور ورکړی، چې شاوخوا ۳۵۰ پخوانیو اروپايي وزیرانو، سفیرانو او لوړ پوړو چارواکو د یوې طرحې خپرولو سره له اروپايي ټولنې وغوښتل چې په فلسطیني سیمو کې له بشري حقونو د سرغړونو له امله د اروپايي ټولنې او اسرائیل ترمنځ تړون وځنډوي.
د دغې طرحې لاسلیک کوونکو ویلي، په داسې حال کې چې د نړۍ پام بل لوري ته اوښتی، د اسرائیلو حکومت د “غیرقانوني اشغال پالیسي” او د بشري حقونو سرغړونې زیاتې کړي.
