د کډوالو او راستنېدونکو چارو چارسمبالي وزیر خلیل الرحمن حقاني په بغلان کې له سېلاب‌ځپلو سره په لیدنه کې ویلي، د مېز په سر لاپې نه‌وهو، بلکې څومره امکانات چې په واک کې لرو د سېلاب‌ځپلو لاسنیوی پرې کوو.

له کډوالو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي حقاني سېلاب‌ځپلو کورنیو ته ډاد ورکړی، چې اسلامي امارت یې ترڅنگ ولاړ دی.: «یوازې د مېز په سر لاپې نه وهو، بلکې څومره امکانات چې موږ یې په لاس کې لرو د زیانمنو کورنیو لاسنیوی پرې کوو.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي حقاني د بغلان، مرکزي بغلان او نورې سېلاب‌ځپلې سیمې له نږدې لیدلي او سېلاب‌ځپلو ته یې ډاډ ورکړی، چې حکومت تر خپله وسه له زیانمن شوو کورنیو سره مرستې کوي.

په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله د بورکه او مرکزي بغلان ولسوالۍ ډېرې ځپل شوې.: «د مرکزي بغلان ولسوالۍ د شیخ جلال کلي او د سولې ښارگوټي او د بورکه ولسوالۍ د شرشر په کلي کې د سېلاب له امله ۳۱۵ تنه شهیدان، یو زر او ۶۳۰ تنه ټپیان، دوه زره او ۶۶۵ کورونه ویجاړ او زر ۱۰۰۰ څاروي له منځه وړل شوي.»

پرون د حکومت گڼ چارواکي بغلان ته تللي وو او سېلاب‌ځپلو ته یې ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت تر خپلې وسې هڅه کوي چې د خلکو ژوند بېرته عادي حالت ته راوگرځي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version