د حماس اسلامي غورځنګ یوه مشر ډاکټر غازي حمد الجزيرې ته په مرکه کې ویلي، چې د امریکا د منځګړیتوب تجربه ناکامه وه. په خبره یې:«واشنګټن د باور وړ نه دی او تل د صهیونیستي رژیم د دریځونو ملاتړ کوي.»

نوموړي زیاته کړې، چې قطر د ارزښتناک منځګړیتوب هڅې کوي، خو امریکا په ښکاره د صهیونیستي رژیم تر شا ولاړه ده او د سولې پر ځای د جګړې ملاتړ کوي.

حمد ټینګار کړی، چې د حماس چلند د بندیانو سره د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ دی او د بندیانو ژوند د حماس له لوري نه؛ بلکې د «اشغالګرو» لخوا په خطر کې اچول شوی دی.

نوموړي ویلي، د دې پرځای چې ټرمپ اسرائیل د جګړې پای ته رسېدو ته وهڅوي، ټول فشار پر حماس اچوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version