رويټرز راپور ورکړی، چې پرون چهارشنبه په ځايي وخت وروسته له غرمې د امريکا د پنسلوانيا ايالت په شمالي کوډورس ښارګوټي کې د پوليسو تر تعقيب لاندې د يوه تورن کس په ډزو کې درې ځايي پوليس وژل شوي او دوه نور شدید ټپيان دي.
راپور وايي، پېښه هغه وخت رامنځته شوې، چې د پوليسو د مرکز ۹۱۱ شمېرې سره د تورن کس د نيولو په موخه اړيکه نيول شوې او پوليسو هغه تعقيب کړی و.
که څه هم د پېښې د نورو جزئياتو او تورن کس د هويت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي؛ خو ويل کېږي تورن کس د پوليسو په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.
سرچينه زياتوي، چې په لومړي سر کې ټول پنځه پوليس ټپيان و، چې روغتون ته په رسېدو یې درې تنه وژل شوي او دوه نور لا هم په خطرناک حالت کې دي.
ياده دې وي، چې په دې وروستیو میاشتو کې د امريکا بېلابېل ايالتونه او ښارونه د وسله والو بريدونو تر ټولو لوړه کچه تجربه کوي او ډونالډ ټرمپ د خپل نږدې ملګري چارليکرک له وژنې وروسته په يوه ټلويزيوني مرکه کې د امريکا د شيکاګو ښار په پرتله افغانستان امن ياد کړی دی.