الجزيرې په يوه راپور کې ويلي، يو تازه اسرائيلی تحقيق ښيي، چې حماس غورځنګ په تېرو پنځو کلونو کې د خپلو استخباراتي شبکو له لارې د شاوخوا ۱۰۰ زره اسرائيلي عسکرو معلومات راټول کړي دي.
سرچينې ويلي، په دې کې د اسرائيلي پوځ قطعو، تجهيزاتو، تاسيساتو انځورونه او ان د “ميرکافا ۴” ټانکونو د کمزوریو دقيق معلومات شامل دي، چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر ۷مې بريد کې ترې استفاده شوې ده.
په راپور کې د اسرائيلي افسرانو له قوله ويل شوي، چې د حماس غورځنګ معلومات تر اندازې ډېر دقيق وو او د همدغو معلوماتو پر بنسټ یې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷ مې د بريدونو پلان جوړ کړی و.
ياده دې وي، چې تر دې وړاندې هم ګڼو نړيوالو بنسټونو د حماس غورځنګ استخباراتي شبکه د دوی امکاناتو ته په کتو په اسرائیلو لاس برې بللې ده.
