اسپوتنیک روسي رسنۍ، راپور ورکړی چې د اسرائیل پوځ د لبنان په سویل کې د حزبالله له هغو بېپیلوټه الوتکو سره د مقابلې په موخه چې په بېساري ډول پرمختللې شوې دي، د هدف ټاکنې د ځیرکو سیسټمونو او د خنجر ډوله د شپې لید په سلګونو کمرو په نصبولو بوخت دی.
سرچينې ويلي، په نوري فایبر سمبال دا بېپیلوټه الوتکې په عملي ډول د پېژندنې وړ نه دي او په ډاډه زړه یې مخه نه شي نیول کېدای.
د حزب الله دا الوتکې په عملي توګه له ځان څخه هېڅ حرارتي اغېزې نه پرېږدي او د پارازیت يا سیګنالونو ګډوډولو پر وړاندې خوندي دي.
تر دې وړاندې پخپله نتانیاهو هم اعتراف کړی و، چې دا (ډرون الوتکې) د اسرائیل لپاره يوه لوی ګواښ ګرځېدلی.
د نتنياهو دا اعتراف د پوځي نیمګړتیاوو په اړه یو غیرمعمول او علني اعتراف ګڼل کېږي.
