د تسنیم خبري آژانس د يو شمېر رسنۍ اسرائيلي رسنيو له قوله راپور ورکړی، چې حماس غورځنګ په دې وروستيو کې درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي.

د اسرائیلي شنونکو او د نظر خاوندانو په باور، حماس غورځنګ اوس مهال له لسو تر شلو زرو جګړې ته تیار ځواکونه لري، د جګړې او اوربندونو په لړ کې یې تازه دمي ځواکونه هم جذب کړي دي.

له دې وړاندې د اسرائيلو ۱۴ چينل په خپل يوه سياسي تحليل کې اعتراف کړی و، چې حماس غورځنګ د خپلو مشرانو په له لاسه ورکولو سره سره هم کمزوری شوی نه دی.

اسرائيلي خبريال «تامير‌ موراګ» ويلي، چې اسرائيلي رژيم بايد په دې تېر نه وځي چې د حماس د مشرانو په نښه کولو سره به دا غورځنګ له منځه يوسي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version