حماس غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرو سره ویلي، چې د دوی لومړیتوب د جګړې درول دي او له همدې امله یې د ټرمپ طرحې له مخې د ټولو اسرائیلي بندیانو خوشې کولو سره موافقه کړې ده او ځينې موارد یې منلي دي.
دغه غورځنګ زیاته کړې، چې غزه به یوې خپلواکې ادارې ته وسپارل شي، چې مرجع به یې د فلسطین حکومت وي.
حماس ټینګار کړی، چې د ټرمپ طرحې هغه برخې چې د غزې راتلونکي او د فلسطینیانو له حقونو سره تړاو لري، باید د یوه فلسطیني ملي چوکاټ له لارې وڅېړل شي او دوی به په دغه بهیر کې د یوه مسؤل شریک په توګه ګډون ولري.
په ورته وخت کې ملګرو ملتونو، قطر، مصر، ترکیې، حوثیانو او ګڼو فلسطیني ډلو د حماس د دغه دریځ هرکلی کړی او دا یې د سیاسي حل لپاره یو مثبت ګام بللی دی.