د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي دفتر وایي، د ملي دفاع وزارت ژغورونکې ډلې د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې ژورې څاه ته لوېدلی پنځه کلن ماشوم وژغوره.
سرچینې په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چي د ملي دفاع وزارت تخنيکي او مرستندويه ډلې د هوايي ځواک چورلکې په مرسته د پېښې ځای ته ورسېده او ياد ماشوم يې وژغوره.
د ملي دفاع وزارت د ژغورونکې ډلې مسئول عبد اللّٰه وايي، چي د ياد ماشوم روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی؛ خو د لاښې درملنې په موخه نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوی دی.