حماس غورځنګ د یوې اعلامیې له لارې د برازيل په «ريو د ژينيرو» ښار کې د برېکس (BRICS) سازمان د پرونۍ غونډې د هغه پرېکړه ليک هرکلی کړی، چې غزه کې د اسرائیلي رژيم له لوري د روانې نسل وژنې او جګړې پای ته رسېدل او د سمدستي اوربند غوښتنه پکې شوې.

یاد غورځنګ همدا راز د بریکس سازمان له غړو او د نړۍ له ټولو هېوادونو غوښتي، چې پر صهیونیستي رژیم فشار راوړي څو د نړیوالو قوانینو پلي کېدو ته غاړه کیږدي، پر ملکي وګړو روان یرغل او د نسل‌وژنې جګړه ودروي او په غزې تړانګه کې د شاخوا دوه نيم میلیونه اوسېدونکو ظالمانه کلابندي پای ته ورسوي.

ياده دې وي چې د بريکس سازمان غړو په سږنۍ اوولسمه‌ غونډه کې چې د دوه ورځو لپاره پرون يکشنبه په برازيل کې پيل شوه پر غزې او ايران د اسرائيلي رژیم او امريکا بريدونه په کلکه وغندل او غزه کې د روان ناورين د ژر تر ژره پای ته رسېدو غوښتنه یې وکړه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version