د راپورونو له مخې، غزه کې د شوي اوربند له مخې به نن شنبه د فبرورۍ ۲۲مه د حماس غورځنګ او صهیونیستي رژیم ترمنځ په يوه بله تبادله کې شپږ اسرائیلیان او ۶۰۲ فلسطینیان خوشې شي.

ټاکل شوې، حماس غورځنګ به شپږ اسرائیلیان د غزې سوېل رفح ښار کې سره صلیب ته وسپاري او بدل کې به یې، د صهيونيستي اسرائیلو له زندانونو ۶۰۲ بندي فلسطینیان هم خوشې شي.

ياده دې وي، د حماس غورځنګ او اسرائيلو ترمنځ د اوربند له تړون راوروسته دا د بنديانو اوومه تبادله ده او شپږ تبادلې له دې وړاندې ترسره شوي چې په ترڅ کې یې سلګونه فلسطيني بنديان د اسرائيلو له زندانونو خوشې شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version