په اسلام اباد کې د نړيوال وجهي صندوق ځايي مشر ماهر بنجي ويلي، چې د پاکستان لپاره زيات پورونه د دغه هېواد اقتصاد ته جدي ننګونه ده.

نوموړي ويلي، چې پاکستان د ماليې ټولولو او د عایدو د پيدا کېدو توان نه لري.

په پاکستان کې د نړيوال وجهي صندوق ځایي مشر ماهر بنجي پرون په یوه غونډه کې وویل، چې ډېری رسمي ادارې له ملي خزانې سره مرسته نه کوي او دا پر رسمي سکټور د مالي بوج اصلي لامل دی.

نوموړي دغه راز ويلي، چې د پاکستاني حکومت له لوري پر ملکي سکټور د مالياتو ډېر فشار دی، خو له دې سربېره هم د پاکستان حکومت اقتصادي حالت له جدي ننګونو سره مخ دی چې د حل کولو لپاره یې کومه هيله نه ليدل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version