حماس اسلامي غورځنګ د صهیونیستي رژیم څلور ښځینه بندیانې د اوربند هوکړه‌لیک په چوکاټ کې د سره صلیب نړیوال سازمان ته وسپارلې.

ټاکل شوې د دغو ښځینه سرتېرو په بدل کې صهیونیستي رژیم ۲۰۰ تنه فلسطیني زندانیان له خپلو زندانونو ازاد کړي.

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې د بندیانو د تبادلې په لومړي پړاو کې د درې اسرائیلي بندیانو په بدل ۹۰ تنه فلسطیني بندیان د صهیونیستي رژیم له زندانونو ازاد شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version