د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین ترمنځ د څلور اړخیره اقتصادي دهلېز تړون د ۲۰۲۵ زېږدیز کال له پاره غځول شوی دی.
دغه تړون ازبکستان ته د یاد وزارت د اوسپنیزي کرښي مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د سفر پر مهال له دغو څلورو هېوادونو سره لاسلیک شوی .
په خبرپاڼه کي راغلي چي، په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کي د یاد دهلېز له لاري د افغانستان او چین ترمنځ د ۴۲۰۰ کانټینره انتقالات ترسره شوي وو.
ياد دهليز چې له چين-قرغيزستان-ازبکستان څخه په تېرېدو د حيرتان-مزارشريف اوسپنيزې کرښې سره وصل دی، په ۲۰۲۲م کال کې د يادو څلورو هيوادونو لخوا تشکيل شوی دی.