د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان د شاوخوا ۷۲۰۰ جریبه ځمکې لپاره منظور شو، چې له مخې به یې له ۱۰ زرو څخه ډېر استوګنیز پلاټونه، نږدې ۹۰۰ استوګنیزې او سوداګریزې لوړپوړې ودانۍ او له ۲۰۰ څخه ډېرې صنعتي کارخونې جوړې شي.
وزارت ویلي، چې دغه تفصیلي پلان د لومړي فاز له جوړښتي پلان سره سم د «عمرزي» پراختیا ورکوونکي شرکت له لوري ترتیب او د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري منظور شوی دی.
د پلان له مخې، په دې برخه کې به تر ۶۰ پورې جوماتونه، ۲۵ ښوونځي، له ۳۰ څخه ډېر روغتیايي مرکزونه، تعلیمي، فرهنګي، ورزشي او تفریحي ساحې، د کرکټ لوبغالی، شنې ساحې، پارکونه او نورې ښاري اسانتیاوې هم جوړې شي.


