پخواني امريکايي ډيپلومات زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې پاکستان باید له افغان کډوالو سره په خپل هېواد کې ناقانونه چلند پای ته ورسوي.

خلیلزاد دا څرګندونې د پاکستاني پولیسو د هغو تازه کړنو په غبرګون کې کړي‌ چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیول کیدو لپاره کور په کور بېړني عملیات پیل کړي دي.

خلیلزاد له دغه هېواده غوښتي چې ژر تر ژره دې د افغانانو د نیول کیدو لړۍ ودروي او له اېستل کیدو څخه دې یې هم ډډه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version