له لوړو زدهکړو وزارت څخه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، هېواد کې د طبي لوړو زده کړو د پراختیا، معیاري روغتیایي خدمتونو ته د اسانتیا او د طبي ستونزو د حل په موخه د مشرتابه په حکم د بدخشان پوهنتون لپاره د طب پوهنځی منظور شو.
عام باور دا دی چې د دې چارې په مرسته به په یاد ولایت کې روغتیایي ستونزې حل او خلک به د طبي زده کړو تر څنګ معیاري روغتیایي چوپړتیاوو ته لاسرسی پیدا کړي.