Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»خوست کې اته پروژې گټه اخیستنې ته سپارل شوي
    افغانستان

    خوست کې اته پروژې گټه اخیستنې ته سپارل شوي

    صابر افغانصابر افغان12 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په خوست کې په ټولیزه توگه د څه‌باندې ۱۸ مېلیونه افغانیو په ارزښت د چیکډیمو اته پروژې گټه اخیستنې ته سپارل شوې دي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پرانیستې په مراسمو کې د اوبو او انرژۍ چارسمبالي وزیر عبدالطیف منصور، د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس حبیب الرحمن حقپال، د خوست سیندیزې فرعي حوزې رئیس عبدالقیوم ثابت، د خوست سیمه‌ییزو مسوولینو او ځايي خلکو گډون کړی و.: «په ټول هېواد کې د اسلامي نظام حاکمیت یو الهي نعمت دی. د افغانستان خلک باید د دغه نعمت قدر وکړي؛ ځکه چې د دغه نظام تر چتر لاندې هم امنیت او هم د اقتصادي پرمختگ زمینه چمتو شوې ده.»

    په خبرپاڼه کې د ښاغلي منصور له قوله ویل شوي، په خوست کې ټولټال ۱۳ پروژې په پام کې نیول شوي، چې له هغې جملې څخه اته پروژې بشپړې شوې، دوې پروژې تر کار لاندې دي او درې نورې پروژې ډېزاین شوې او قرارداد ته چمتو دي.: «دغه پروژې په یاد ولایت کې د خاورې د ورستېدو د مخنیوي، د سېلابونو د خطرونو د کمولو، د باران اوبو د زېرمه کولو او د اوبو سرچینو د پیاوړتیا په موخه پلې کېږي.»

    د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د دغو اتو پروژو په پلې کېدو سره څه باندې ۵۳ زره متره مکعب اوبه زېرمه او همدارنگه، په مستقیمه توگه نږدې ۱۰ زره کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.

    مخکینۍ مقالهسېلاب‌ځپلو سره د مرستې په موخه بېلابېلې کمېټې جوړې شوې
    راتلونکي مقاله د دوو کانونو هوکړه‌لیکونه د څه‌باندې ۳۳ مېلیونه امریکايي ډالرو په پانگونې سره لاسلیک شوي دي

    مربوطه لیکنې

    مولوي امیرخان متقي له خپل چینایي سیال سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    20 اگست 2025

    زلمی خلیلزاد: پخواني(جمهوري) مشران او واکمنان هڅه کوي، چې خپلې تېرې تېروتنې بیا تکرار کړي

    19 اگست 2025

    کابل به سبا چهارشنبه د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزې غونډې کوربه وي

    19 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 اگست 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل چینایي سیال سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    د هېواد د بهرنیو چارو وزی مولوي امیر خان متقي نن (چهارشنبه، د زمري ۲۹مه)…

    د هند او چين د اړيکو نوی پړاو؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر پيل هوکړه شوې

    20 اگست 2025

    پر غزې د اسرائيلي رژيم د بريدونو له پيل راهيسې نږدې ۱۹ زره ماشومان شهيدان شوي

    20 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مولوي امیرخان متقي له خپل چینایي سیال سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    20 اگست 2025

    د هند او چين د اړيکو نوی پړاو؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر پيل هوکړه شوې

    20 اگست 2025

    پر غزې د اسرائيلي رژيم د بريدونو له پيل راهيسې نږدې ۱۹ زره ماشومان شهيدان شوي

    20 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،001 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،948 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،968 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.