د خوست امنیه قومندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو ځاځي میدان ولسوالۍ کې د یوه هېوادوال د وژنې هڅه ناکامه کړې او په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
د خوست امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نیول شویو کسانو د شپې شاوخوا یوه بجه د یادې ولسوالۍ سواکیو کلي د یوه اوسېدونکي کور ته د اوښتو او د هغه د وژنې پلان درلود، چې موخې ته تر رسېدو وړاندې ونیول شول.
سرچینې زیاته کړې، چې تر اوسه معلومه نه ده، دوی د شخصي دښمنۍ او که د کومې بلې موخې پر اساس دا وژونکی اقدام ترسره کاوه.
خوست امنیه قومندانۍ ویلي، چې نیول شوي کسان به اړوند ارګانونو ته وپېژندل شي.