د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د خوست ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د څه باندې ۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۷ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې.

د یاد وزارت په وینا، په دغو پروژو کې د استنادي دیوالونو، کلیوالي سړکونو، کانالونو او پلچکونو جوړول شامل دي.

د یادونې وړ ده چې، د دغو پروژو په پیل سره به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به يې په اړوندو برخو کې د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې هوارې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version