ابو عبیده په خپله وينا کې ويلي، په ښه په ایران کې زموږ د وروڼو په وړاندې د دښمن «اسرائیل» وحشیانه جنایتونه، لکه د میناب ښوونځي قتل عام، نړۍ ته په غزه کې د نسل وژنې جنایتونه یادوي.

هغه ويلي، د ایران پر شهیدانو او د هغوی د لویو مشرانو، چې تر ټولو مهم یې د دوی رهبر علي خامنه ای و، غمجن دي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې د لبنان او د هغوی د خلکو او مقاومت څخه خپل ملاتړ اعلانوي

هغه په پای کې ويلي، چې صهیونیستي-امریکایي متکبران هڅه کوي، چې خپل پلانونه زموږ د ماشومانو او زموږ د هېواد په کنډوالو پلي کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version