د عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د خوست ولایت کې ۱۲زره او ۵۰۵ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړې ده.

وزارت زیاته کړې، چې یاده ځمکه د خوست ولایت اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د مندوزیو صحرا کې موقعیت لري او په یوه قطعه کې شامله ده.

د عدلیې وزارت په وینا، د یادې ځمکې دوسیه موده وړاندې د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې ته سپارل شوې وه.

یادې محکمې د سندونو، مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو د معلوماتو اخیستو وروسته په ډاګه کړې، چې یاده ځمکه لامزرع او د دولت په نوم ثبت او راجستر شوې ده.

د یادونې ده، چې تر دې څو ورځې وړاندې د کابل ښار الوخېلو سیمه کې هم تر ارزونې وروسته نږدې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version