په ناروې کې د افغانستان د سفارت سرپرست نجیبالله شاهین، د افغانستان لپاره د ناروې له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي بیورن جانسن سره کتلي.
په ناروې کې د افغانستان سفارت وایي، دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان پر روان وضعیت، له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان مهاجرینو پر جبري ایستنې، بشري مرستو او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
سرچینې زیاته کړې، چې دواړو لوریو دې کتنه کې د اړیکو پر لاپیاوړتیا او د ورته ناستو پر دوام هم ټینګار کړی دی.
