پاکستاني رسنیو د پاکستان د پولیسو له قوله ویلي، د خیبر پښتونخوا اړوند دېره اسماعیل خان او ټانګ ولسواليو تر منځ نا معلومو وسله والو یو جګپوړی قاضي له خپل موټره ښکته کړی او تښتولی دی.

د ځایي پولیسو یو چارواکي فهیم خان ویلي، چې د جنوبي وزیرستان یو تن قاضي “شاکرالله مروت” هغه وخت د وسله والو لخوا وتښتول شو، چې نوموړي غوښتل دېره اسماعيل خان ته لاړ شي.

نوموړي چارواکي زیاته کړې، چې په موترسایکلونو سپارو ۱۵ تنو وسله والو د نوموړي قاضي موټر سوځولی او قاضي یې له ځان سره وړی، خو موټر چلوونکي ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې قاضي د تښتولو مسولیت نه دی منلی؛ خو په یوې ویډیو کې چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد چارواکو خپره کړې، قاضي شاکرالله مروت پکې وایي، چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي به دی تر هغې خوشې نکړي تر څو چې د هغوی غوښتنې نه وي منل شوي.

بل لور ته یو شمېر پاکستاني رسنیو ویلي، د پاکستان لاهور ښار په “مصري شاه” څلور لاره کې په موټر سايکل سپرو يو پاکستانی پوليس وژلی دی.

‏دغه پوليس له دندې څخه کور ته روان و، چې د بريد ښکار شو.دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې ډلییزې او هدفي وژنې زیاتې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version