د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات کې درې مهمې کارخونې پرانیستې.

له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په پرانیستل شوو کارخونو کې د ایتوک فارما، افغان میډسن د درملو تولیدي فابریکه چې ۱۶ مېلیون ډالر پانگونه پرې شوې او لسگونه قلمه مختلف درمل تولیدوي.

شمس کولا د غیر الکولي مشروباتو تولیدي فابریکه کې هم په مېلیونونو ډالر پانگونه شوې، چې مختلف تولیدات لري.

نوموړي د یادو کارخونو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د هر هېواد اقتصادي وده له صنعتي فعالیتونو سرچینه اخلي، چې له نېکه‌مرغه د اسلامي امارت په راتگ سره افغانستان د صنعتي کېدو په لور خپل مزل پيل کړی دی.:« اوسمهال افغانستان په یو شمېر سکټورونو کې ځان بساینې ته رسېدلی او دا دې اقتصادي ثبات پر لور مهم گام دی.»

ښاغلي برادر پانگه‌وال وهڅول چې په هېواد کې پانگونه وکړي او خپل تولیدات په لوړ معیار تولید کړي؛ ځکه اسلامي امارت ته کیفیت او معیار لومړیتوب لري.:«اسلامي امارت ټولې امارتي ادارې مکلفې گرځولې څو د پېرولو پر مهال کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي او همدارنگه یې پر لسگونو هغو وارداتي توکو گمرکي تعرفه هم زیاته کړې، چې هغه په کور دننه تولیدېږي.»

نوموړي هېوادوالو ته د باکیفیته درملو د وړاندې کولو په برخه کې د ایتوک فارما او افغان میډسن تولیدي کارخونو فعالیت یاد کړ او زياته یې کړه، چې په دې سره به تر ډېره د هرات ولسونو د درملو ستونزې حل شي.

ایتوک فارما د درملو تولیدي فابریکه کې ۱۰ میلیون ډالره پانگونه شوې، چې په لومړي سر کې ۵۰ قلمه بېلابېل درمل تولیدوي. افغان میډسن د درملو تولیدي فابریکه کې بیا ۱۶ میلیون ډالر پانگونه شوې، چې لسگونه قلمه مختلف درمل تولیدوي.

شمس کولا د غیر الکولي مشروباتو تولیدي فابریکه کې هم په میلیونونو ډالر پانگونه شوې، چې مختلف تولیدات لري.د یادونې وړ ده چې په یادو فابریکو کې زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version