د شمالي وزیرستان په مېرعلي کې د حافظ گل‌بهادر ډلې او پاکستاني پوځ ترمنځ سخته جگړه روانه ده؛ خو تر اوسه د دواړو ترمنځ د اوښتې مرگ‌ژوبلې په اړه کره شمېره رسنیزه شوې نه ده.

د مېرعلي بازار، حسوخېل او موسکي کې جگړه پیل شوې ده او د حافظ گل‌بهاد ډلې مېرعلي بازار ته ټولې تلونکې لارې یې په خپله ولکه کې اخیستې دي.

دغه جگړه داسې مهال کېږي، چې درې ورځې وړاندې په موسکي او حسوخېلو کې خیسور ته تللی سړک د پاکستاني طالبانو له لوري کېندل شوی و. د دې پېښې وروسته د پاکستان پوځ د مېرعلي سیمې د سړک دواړو خواوو ته تر ۵۰۰ مترو پورې کورونو ته ویلي وو، چې خپل کورونه خالي کړئ او له سیمې کډې بار کړئ.

په پاکستان کې ناامنۍ اوج ته رسېدلې. په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان سربېره د بلوڅ ملت‌‌پالو ډلو هم د پاکستان پر پوځ او پولیسو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

یو شمېر رسنیو داسې اوازې خپرې کړې وې، چې گوندې حافظ گل بهادر د پاکستان د پوځ له لوري وژل شوی دی؛ خو پاکستاني طالبانو د حکومت یاده ادعا رد کړې ده.
حافظ گل بهادر د پاکستان پوځ ته تر ټولو خطرناک قومندان بلل کېږي او څو ځله یې د نوموړي د وژنې ادعاوې کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version