د ۳۱۳ مرکزي قول اردو ویاند، راشد جان هندوکشغږ ته ویلي، د یادې قول اردو ځواکونو له نورو کشفي او امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ د «محرم الحرام» میاشتې د رارسېدو او د اهل تشیع هېوادوالو د مراسمو د ښه ترسره کېدو په مناسبت ټینګ امنيتي تدابیر نيولي دي.
هغه زیاته کړې، چې دفاعي ځواکونه به د یادې میاشتې په لومړیو لسو ورځو کې په ورسپارل شویو سیمو کې د سیارو ګزمو او چک پواینټونو ترڅنګ په امنيتي کمربندونو او حاکمو نقطو کې دفاعي دندې اجراء کوي.
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو ویاند دا هم ویلي، چې د هېوادوالو د خونديتوب او د امنیت د لا ټينګښت په پار یې روغتیایي، اوروژونکي، تخنيکي ټیمونه او اړوند منتظره قطعات په تیارسۍ حالت کې دي.


