Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د مقاومت جبهې پرله‌پسې انشعابونه؛ ستونزه په څه کې ده؟
    سیاسي لیکني

    د مقاومت جبهې پرله‌پسې انشعابونه؛ ستونزه په څه کې ده؟

    عمران آغاعمران آغا11 اکتوبر 2026څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د «مقاومت» په نوم جبهې مشرانو، وروسته له هغې چې د بهرنیو ژمنو او ملاتړ تر اغېز لاندې راغلل او د افغانستان له حکومت سره یې مخالفت پیل کړ، بیا یې هڅه وکړه چې دغه جبهه د ټولو مخالفينو د راټولېدو لپاره د یوه پراخ چتر په توګه معرفي کړي؛ داسې چتر چې بېلابېل سیاسي او پوځي جریانونه او د حکومت مخالفين تر یوه واحد نوم لاندې راټول کړي.

    خو له څو کلونو تېرېدو وروسته، موجود واقعیت له هغه انځور سره ډېر واټن لري چې د دې جبهې اړوندو یا ورسره نږدې رسنیو کې وړاندې کېده. دغه جریان نه یوازې و نه توانېد چې ټول مخالفين تر یوه چتر لاندې راټول کړي، بلکې په خپل منځ کې هم له پرله‌پسې انشعابونو سره مخ شوی دی. هغه څېرې چې یو وخت د دې جبهې مهم او وفادار غړي بلل کېدل، یو په بل پسې ترې لرې شو او ځینې یې آن تر دې ورسېدل چې د خپلواکو جریانونو د جوړولو فکر وکړي.

    څه موده مخکې، د دې جریان یوه پېژندل شوي قوماندان، «حامد سیفي» له خپلې دندې او جبهې څخه د شا ته‌ کېدو اعلان وکړ. د دې جبهې د پوځي قوماندان، «حسیب قوای مرکز» له وژل کېدو وروسته یو ځل بیا د دې جریان د کورني وضعیت او رهبرۍ په اړه بحثونه تاوده شول. له هغې وروسته د دې جریان یوې پېژندل شوې سیاسي او فرهنګي څېرې، «حفیظ منصور» هم ترې واټن واخیست.

    باید وپوښتل شي چې د دې جبهې د مخکښو غړو د استعفا او د جبهې د انشعاب لامل څه دی؟ ولې هغه جبهه چې ځان یې د هیلو چتر او د مخالفينو د راټولېدو محور باله، د پراخېدو پر ځای ورځ تر بلې د ځواکونو له کمښت او انشعاب سره مخ کېږي؟ کله چې دغه جریان له بېلابېلو اړخونو وڅېړل شي، په څرګنده توګه معلومېږي چې د انشعاب او د غړو د شاته‌ کېدو لاملونه څو اساسي ستونزو ته ور ګرځي:

    لومړی؛ د پرېکړو انحصار او رهبرۍ ته نږدې کړۍ

    د دې جبهې د رهبرۍ پر جوړښت تر ټولو جدي نیوکو څخه یوه دا ده، چې پرېکړې د احمد مسعود په شاوخوا کې یوې ډېرې وړې کړۍ ته محدودې دي؛ هغه کړۍ چې ډېری کسان په کې د احمد مسعود د ماماګانو رول مهم بولي. ډېری خلک باور لري چې د دغې کړۍ ځینې مهمې پرېکړې د بهرنیو استخباراتي ادارو او مرکزونو په همغږۍ او تر اغېز لاندې نیول کېږي. هر کله چې د یوه سیاسي جریان بنسټیزې پرېکړې د هغه د سیاسي او پوځي بدنې له ارادې څخه بهر ونیول شي، نو ژر یا وروسته به د خپلو کورنیو ځواکونو باور له لاسه ورکړي.

    مسئله یوازې دا نه ده چې څوک پرېکړه کوي؛ اصلي خبره دا ده چې آیا د جبهې غړي په پرېکړو کې ونډه لري، که یوازې د یوې محدودې کړۍ د پرېکړو پلي کوونکي دي؟ کله چې یو جریان د پراختیا ادعا کوي، خو اساسي پرېکړې یې په یوې وړې کړۍ کې کېږي، طبیعي ده چې نور ځواکونه احساس وکړي چې هېڅ رول نه لري او په پای کې د بېلېدو لار خپله کړي.

    دویم؛ د رهبرۍ کمزوري او نالایقي

    بله اساسي ستونزه د دې جبهې رهبري ده. سیاسي رهبري یوازې په نوم، کورنۍ شهرت او تېر میراث نه ترلاسه کېږي؛ بلکې وړتیا، تجربه، د مدیریت توان او د خلکو باور ته اړتیا لري. که د یوه جریان سیاسي او پوځي غړي د وخت په تېرېدو احساس وکړي چې مشر یې د بحرانونو د مدیریت، د ځواکونو د جذب او د موخو د پرمخ وړلو لپاره لازم توان نه لري، نو طبیعي ده چې باور به یې کم شي او په پای کې به خپله لار له هغه جریان څخه بېله کړي.

    درېیم؛ د غړو او پلویانو لپاره د یوې روښانه، عملي او د قناعت وړ ستراتیژۍ نشتوالی

    یو سیاسي جریان یوازې د حکومت پر مخالفت نه شي تعریفېدای. یوازې مخالفت سیاسي برنامه نه ده. خلک او د یوه جریان غړي باید پوه شي چې دا مبارزه د کوم هدف د ترلاسه کولو لپاره ده، هغه هدف ته د رسېدو لار څه ده، څه لګښت لري او په پای کې به د هېواد لپاره څه ډول راتلونکی رامنځته کړي. آیا دا مبارزه یوازې د جبهې د مشرانو او بهرنیو استخباراتي ادارو د شخصي ګټو د تأمین او پوره کولو لپاره ده، که د عامو خلکو لپاره هم کومه ګټه لري؟

    هر کله چې د جبهې غړي وویني چې د مشرانو اساسي هدف د خپلو شخصي ګټو او د خپلو بادارانو د ګټو تأمین دی او له دوی څخه یوازې د سون توکو په توګه استفاده کېږي، نو نور نه شي کولای چې د خپلې تباهۍ ننداره وکړي. له همدې امله خپله لار بېلوي. که یو جریان کلونه یوازې د «مقاومت» خبرې کوي، خو ونه شي کولای چې د هېواد د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي راتلونکي روښانه انځور وړاندې کړي او موخې یې هر وخت د بهرنیو ملاتړو د ګټو او د شخصي منافعو د تأمین لپاره بدلېږي، نو د وخت په تېرېدو سره به آن د هغه خپل غړي هم له پوښتنو او شکونو سره مخ شي.

    څلورم؛ ميراثي رهبري

    بله ستونزه چې په آسانۍ ترې سترګې نه شي پټېدای، هغه د رهبرۍ میراثي کېدل دي. سیاسي رهبري شخصي ملکیت یا کورنی میراث نه دی. هېڅوک یوازې د دې لپاره چې د یوه سیاسي نوم وارث دی، د رهبرۍ وړ نه ګرځي. وړتیا باید د عمل په ډګر کې ثابته شي. کله چې د یوه جریان سیاسي او پوځي غړي وویني چې رهبري، د وړتیا او توانایۍ له پام وړ ارزونې پرته، یوازې د تېر میراث پر بنسټ یوه کس ته سپارل شوې ده، نو طبیعي ده چې خپله لار بېله کړي.

    له همدې امله، پرله‌پسې انشعابونه تر دې چې یوه لنډمهاله پېښه وي، د یوه سیاسي جریان په جوړښت کې د ژورو ستونزو نښې دي؛ داسې نښې چې په حقیقت کې د داخلي ړنګېدو او د مخالفو څېرو ترمنځ د بې‌ سارو اختلافاتو څرګندونه کوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي له مرستیال سره د افغانستان او سیمې پر وضعیت خبرې کړي

    مربوطه لیکنې

    د نورستان جګړه؛ چا ګټه وکړه او راتلونکی به یې څنګه وي؟

    6 اکتوبر 2026

    نیابتي جګړه، د جبهو خپل منځي اختلافات او واقعیتونه

    5 اکتوبر 2026

    له پوځي رژیم سره د تش په نوم آزادۍ جبهې نیابتي معامله

    2 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 11 اکتوبر 2026

    د مقاومت جبهې پرله‌پسې انشعابونه؛ ستونزه په څه کې ده؟

    د «مقاومت» په نوم جبهې مشرانو، وروسته له هغې چې د بهرنیو ژمنو او ملاتړ…

    د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي له مرستیال سره د افغانستان او سیمې پر وضعیت خبرې کړي

    11 اکتوبر 2026

    د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد: پاکستان کې کړکېچونه ورځ تر بلې ژورېږي او پښتونخوا کې د بېړني حالت اعلان د بې‌ثباتۍ او تاوتریخوالي بله سرچینه کېدای شي

    11 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مقاومت جبهې پرله‌پسې انشعابونه؛ ستونزه په څه کې ده؟

    11 اکتوبر 2026

    د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي له مرستیال سره د افغانستان او سیمې پر وضعیت خبرې کړي

    11 اکتوبر 2026

    د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد: پاکستان کې کړکېچونه ورځ تر بلې ژورېږي او پښتونخوا کې د بېړني حالت اعلان د بې‌ثباتۍ او تاوتریخوالي بله سرچینه کېدای شي

    11 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،199 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،142 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،265 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.