د ۲۱۵ عزم قولاردو خبر ورکړی، چې ځواکونو یې د هلمند ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې هېواد ته د بېلابېلو توکو د قاچاق مخه نیولې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې په دغو توکو کرنیز درمل، ټوکر، کیمیاوي سره، وریجې او «سرېښ» شامل وو.
د یادې قول اردو د خبرپاڼې له مخې، یاد توکي په څو موټرونو کې بار وو، چې د یادې قولاردو د اوومې سرحدي لواء د ځواکونو له لوري کشف او ترلاسه شول.
د یادونې ده، چې تردې وړاندې هم د ۲۱۵ عزم قول اردو ځواکونو په ياد ولایت کي هېواد ته د مختلفو توکو د قاچاق مخه نیولې ده.


