د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د درېمې لواء ځواکونو د کابل جلالاباد لویې لارې په اوږدو کې کابل سیند ته د یوه لوېدلي کرولا موټر د څلورو سپرلیو جسدونه له اوبو ایستلي دي.
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد موټر تېره شپه د ماهیپر تنګي اړوند شپولي بابا سیمه کې له سړکه اوښتی او سیند ته لویدلی و.
سرچینې زیاته کړې، چې د سیند له اوبو څخه د ایستل شويو کسانو جسدونه د پوځي امبولانسونو پر مټ د سروبي ولسوالۍ روغتیایي مرکز لېږدول شوي دي.
د یادې قول اردو په وینا، د سیند د اوبو د زیات حجم له امله تر اوسه لوېدلی موټر نه دی موندل شوی او دا هم نه ده معلومه چې په موټر کې څو تنه سپاره وو.
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو ویلي، چې د موټر او احتمالي نورو سپرلیو د موندلو لپاره یې د پلټنې عملیات دوام لري.
