Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»دلته بغاوت، شر او فساد جوړول ځای نه لري
    افغانستان

    دلته بغاوت، شر او فساد جوړول ځای نه لري

    عمران آغاعمران آغا28 جون 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: ارغوان وطنیار

    د حکومت سترګې بینا او لاسونه اوږده دي او غوږونه یې هم کاڼه نه دي، د بغاوتګرو هر قدم څارل کېږي او لیدل کېږي، د دوی د پښو هره ښکالو اورېدل کېږي.

    تازه د بغلان په نهرین کې څو خودفروشه او ضمیر فروشه کسانو غوښتل د خلکو څخه د ارامۍ نعمت وتروړي، د خلکو ژوند ته ګواښ پېښ کړي او سیمه کې د خارجي استخباراتو لپاره ځالې جوړې کړي.

    تېره ورځ د بغاوت د ډلې څو کسانو یوه ویډیو په رسنیو کې خپره کړه چې قومندان عبدالصمد حمزه پکې خبرې کولې او تر شا یې مسلح کسان ولاړ وو.

    دوی د امنیتي ځواکونو په وړاندې د درېدلو توان نه لري، یوازې د رسنیز پوښښ لپاره د غرونو په تالونو او ناوونو کې غلچکي ويډیوګانې جوړوي؛ هدف یې معلوم دی، لوی هدف یې له بهرنیانو د معاشونو او ډالرو غوښتل دي، هغوی ته همدا ویډیوګانې د خپل کاري راپور په توګه لېږي، دویم هدف یې دادی چې دوی غواړي یو نظامي مانور ترسره کړي او خپل نظامي حضور ثابت کړي.

    خو دوی ناخبره دي چې د افغانستان د امنیتي او کشفي ادارو لومې او دامونه د غرونو په ناوونو کې هم خواره دي، که هر څوک د وطن د تېرلو ښکار پسې راځي د وطن د اصیل بچیانو ښکار به ګرځي.

    څنګه چې د بغاوتګرو سرکرده عبدالصمد حمزه او قومندان خیرالله د افغانستان د زړورو سپاهیانو د ښکار تومه (د ښکاره خوراک) شول؛ دوه لوی قومندانان د خپلو نادانو چریکانو سره یو ځای د ابدیت کندې ته ټېل وهل شول.

    د افغانستان زړور او شمشیرزن سپاهیان دوی ته یو پیغام لري هغه دا چې د پردیو په ډالرو مه وطن خرڅوﺉ، مه دین خرڅوﺉ او مه مو بچي خواروﺉ.

    ستاسې هر حرکت بې ځوابه نه پاتې کېږي او هغه ځواب د توري دروند ګوزار دی، د بغاوتونو هره درنه څپه به د بغاوتګرو په محوه کولو تمامېږي.

    د افغانستان ولس په وطن کې پردۍ نیابتي جګړې نه غواړي او نه هم پردۍ نیابتي ډلې زغمي؛ په نهرین کې څو کسانو سر پورته کړ د سر پورته کولو سره هم مهاله یې سرونه و رېبل شول.

    دغه قاطع دریځ نورو بغاوتګرو ته زموږ د سرتېرو صریح او واضح پېغام دی، د افغانستان اسلامي امارت رحم ډېر پراخ دی، تر عفوې وروسته د کرزي او عبدالله په سویې لوی مجرمین وبښل شول، یوازې دا نه چې بښل شوي، بلکې د افغانستان سرتیري یې سرونه هم ساتي، د کورونو څوکۍ او پېرې یې هم کوي، د دفترونو لګښتونه یې هم تامینوي.

    همداسې د تېري ادارې سرتیري د اردو په لیکو کې خدمت کوي، د تېر نظام پولیس او ترافیک اوږه په اوږه د اسلامي امارت له مجاهدینو سره شپه او ورځ د وطن په خدمت بوخت دي؛ مګر که د چا د یو منلي او مقتدر نظام په ضد قد علَم وکړ، بیا ورته د قومندان حمزه او خیرالله غوندې سبق ورکول کېږي.

    وطن یو دی، بدیل یې نشته، د وطن په ضد شنې ډالرې راوړل، له فرانسې او تاجکستان څخه وسلې راوړل، دغسې جانبي عوارض لري.

    دهندوکش له لوړو څنډو تر پامیره او بابا غره پورې مرغۍ هم زموږ د سرتیرو له سترګو پناه نه وي.

    په خپل ژوند باندې قمار مه وهئ، مه اولادونه خواروﺉ، زموږ د سرتېرو اقدام ډېر تېز او چټک دی، د سترګو په رپ کې به مو سر ته ولاړ وي.

    مخکینۍ مقالهدفاع وزارت د پاکستان د دفاع وزیر په غبرګون کې:که هر څوک چې په هره بهانه او عنوان زموږ پر حریم تجاوز وکړي د عواقبو مسئولیت به یې په خپله غاړه وي
    راتلونکي مقاله هوم لیس لنک اداره: لندن کې له غربته پر سړک د ویده کېدونکو خلکو شمېر له ۱۲زرو اوښتی دی.

    مربوطه لیکنې

    مولوي امیرخان متقي له خپل سعودي سیال سره پر سیمه‌ ییزو مسایلو غږېدلی

    26 اپریل 2026

    د هېواد محاکمو د روان سپوږميز کال په درېيمه ربعه کې د ښځو اړوند څه باندې ۴ زره قضيو ته رسېدنه کړې

    26 اپریل 2026

    د کډوالو چارو وزارت او درېیو مؤسسو ترمنځ د همکارۍ هوکړې لاسلیک شوې

    26 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 26 اپریل 2026

    د پاکستان پوځي رژیم شمالي وزیرستان کې جومات او د قرآن کریم لسګونه نسخې شهیدانې کړي

    له خیبر پښتونخوا ځایي سرچینې وایي، د پاکستان پوځي رژیم نن سهار د شمالي وزیرستان…

    مولوي امیرخان متقي له خپل سعودي سیال سره پر سیمه‌ ییزو مسایلو غږېدلی

    26 اپریل 2026

    د هېواد محاکمو د روان سپوږميز کال په درېيمه ربعه کې د ښځو اړوند څه باندې ۴ زره قضيو ته رسېدنه کړې

    26 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پاکستان پوځي رژیم شمالي وزیرستان کې جومات او د قرآن کریم لسګونه نسخې شهیدانې کړي

    26 اپریل 2026

    مولوي امیرخان متقي له خپل سعودي سیال سره پر سیمه‌ ییزو مسایلو غږېدلی

    26 اپریل 2026

    د هېواد محاکمو د روان سپوږميز کال په درېيمه ربعه کې د ښځو اړوند څه باندې ۴ زره قضيو ته رسېدنه کړې

    26 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،159 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،194 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.