د افغانستان په استازیتوب د دوبۍ په نړېوال نندارتون کې ګډون کوونکي، یو شمېر سوداګر وایي چې په دغه نندارتون کې د افغانستان کورنیو تولیداتو د نړیوالو پېرېدونکو پام ځانته اړولی دی.
دوی ویلي چې، د هرات د تولیداتو لپاره اته ځانګړې غرفې جوړې شوې وې، چې په کې د وطني محصولاتو هر ډول وچه مېوه، زعفران او د بېلابېلو انرژیو تولیدات نندارې ته وړاندې شوي وو.