تازه راپورونه وايي چې د سویلي کوریا د الوتکې لوېدو له امله په الوتکه کې سپاره ۱۷۵ مسافر او شپږ د عملې غړي ټول مړه شوي دي.
همدا راز دا په تېرو درې لسیزو کې په سوېلي کوریا کې د الوتکې غورځېدو تر ټولو خونړۍ پېښه بلل شوې چې پکې په دومره لوړ شمېر کسان مړه کېږي.
د راپور له مخې دغې الوتکه کې سپاره یوه مسافر خپل یوه خپلوان ته پیغام کړی و چې یوه مرغۍ د الوتکې په وزر کې بنده ده او له هغې وروسته اړيکه پرې شوې او الوتکه د کیناستلو پر مهال له ځغاستليکې وتلې او له يوې کټارې سره تر ټکر وروسته یې اور اخيستی او په بشپړ ډول تخريب شوې.
د يادونې وړ ده چې په وروستۍ يوه اونۍ کې دا الوتکې غورځېدو دا درييمه ستره پېښه ده چې ثبتېږي تر دې وړاندې برازيل او بيا قزاقستان کې د الوتکې لوېدو پېښه کې هم سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.