د آريانا افغان هوايي شرکت ویلي، چې د یاد شرکت اړوند یوه مسافر وړونکې B737-500 چارټر الوتکه کابل نړيوال هوايي ډګر ته را رسېدلې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې یاده الوتکه د ۱۲۶ مسافرو د لېږد-رالېږد ظرفیت لري، چې په کورنيو او نړيوالو الوتنو کې به ترې ګټه واخيستل شي.

آريانا افغان هوايي شرکت ویلي، چې دا ګام یې د مسافر وړونکو خدمتونو د پراختيا او د مسافرو لپاره د لا ډېرو اسانتياوو د برابرولو په موخه اخیستی دی.

د یادونې وړ ده، چې د يادې چارټر الوتکې تړون د يو کال لپاره د ايران له (آوا) کمپنۍ سره لاسليک شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version