د آسیا پراختیایي بانک عمومي رئيس ډېوېډ هیل د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د اوبو او انرژي پروژو په پلي کولو کې د همکاري د بیا پيل په هکله ژمنه کړې.

د اوبو او انرژي وزارت د خبرپاڼې له مخې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست په یاده لیدنه کې په کابل او کندهار ښارونو کې د اوبیزو سرچینو د ورځ تر بلې کمېدو وضعیت ته په اشارې له آسیا پراختیایي بانک څخه د کابل- پنجشیر اوبو لېږد، د شاه توت للندر‏ -ذخیروي بند او د کندهار ولایت د دهلې بند د پراختیا په پروژو کې د همکاري غوښتنه کړې ده.

ښاغلي منصور په هېواد کې د انرژي پراختیا ارزښت ته په اشارې په دې سکتور کې د یاد بانک د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version