ایرو نیوز رسنۍ راپور ورکړی چې یو محرم سند ښيي چې د آلمان سفیر په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اساسي قانون د بیا تعریفولو د پلان په اړه خبرداری ورکړی دی.

يادې رسنۍ ليکلي چې آندریاس مایکلیس په دې سند کې ویلي چې د ټرمپ راتلونکی حکومت به د امریکا د قانون پلي کوونکو ادارو او رسنیو خپلواکي له منځه یوسي او لویو ټیکنالوژیکي شرکتونو ته به «شریک ځواک» ورکړي.

په دې اړه د آلمان د سفیر په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د ډيموكراتيکو اصولو اساسي بنسټونه او کنټرولونه به تر ډېره کمزوري شي، مقننه قوه، قانون پلي کوونکې ادارې او رسنۍ به خپله خپلواکي له لاسه ورکړي او د سیاسي موخو لپاره به ورڅخه ناوړه ګټه واخیستل شي او د ټیکنالوژۍ لویو شرکتونو ته به ګډ اداري ځواک ورکړل شي.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version